موږ یو غیر انتفاعي سازمان یو چې زموږ د خپلو پروژو له لارې د فرصتونو لوی مساوات کې مرسته کوي.

د یولارښونکي په کېدوسره په فعاله توګه د یوې عادلانه ټولنې لپاره کمپاین وکړئ!

ستاسو په ژمنتیا سره، تاسوکولی شئ د مهاجرینو د ورځني ژوند مشکلاتو کې د مرستې له لارې تراوږدې مودې پاتې کیدونکی تعیر رامنځته کړئ. دهغو کسانو لپاره تعیر رامینځته کړۍ کوم چې لږملاتړ ترلاسه کوي.

د لارښوونې پروګرام

بي منټور (beeMentor) څه شی دی؟

بي منټور دې پوښتنې ته زموږځواب دی چې مونږ څنګه کولی شو کډوالو کورنیو او اشخاصو ته زموږ ټولنې ته رسېدل اسانه کړو.

زمونږ دلرښونې پروګرام بي منټور کې، موږ د 2015 کال دپیل راهیسې رضاکاران (لارښونکي) د کډوالو کورنیو او شخاصو(منټیز) سره یوځای کوو. تاسو کولی شئ چې یوازې او یا له بل شخص سره یوځای لارښونکی شئ، مثلاً لکه له یو ملګري سره.

د یو لارښوونکي په توګه، تاسو په اوسط ډول په اونۍ کې دخپل وخت دوه ساعته بسپنه کوئ او د ارتباطي شخص په توګه کار کوئ ترڅو د لارښونې ترلاسه کونکو(مینټیز) سره په مختلفو ننګونو کې مرسته وکړئ. تاسو خپله خپل حدود ټاکئ او تصمیم نیسی چې په کومو موضوعاتو کې تاسو غواړئ چې دخپلو مینټیز سره مرته وکړئ.

لارښونې کول ستاسو د وړتیاو او د مینټي د اړتیاو مطابق په انفرادي ډول ډیزاین شوي. په دې کې د مثال په توګه، د چارواکو سره لیدنې یا د ډاکترانو سره دملاقات وخت نیول، د جرمني ژبې زدکړه یا د کورنۍ دندې ترسره کول، یا د دندې یا روزنې ځای یوځای موندلو کې ستاسو ملاتړ شامل دی. شاید تاسو به د هامبورګ ښار په ګډه سره ښه وپیژنئ.

ارښودنه کول (مینټورشیپ) د اعتبار، متقابل احترام، او د لیدلوري بدلون له لارې وده کوي. او تمرکز تل باید پردې وي چې له خلکو سره مرسته وشي چې دوي له ځان سره مرسته وکړي. په نهایت کې، هدف دادی چې منټیز وکولی شي چې په آلمان کې په موجوده چوکاټونو کې په خپلواکه او ډاډه توګه خپله لاره ومومي. په دې توګه، دوي کولی شي خپل حقوق او دندې ترسره کړي او په ټولنه کې د عادلانه ګډون حق ثابت کړي. داټول په ټولنه کې د پیوستون پیاوړتیا او زیاتوالی سره مرسته کوي.

که تاسو لیوالتیا لرئ چې یو لارښونکی (مینټور) شئ، دا د اړیکې فورمه ډکه کړئ او موږ ته دخپل ځان په اړه لږ څه ووایاست:

Kontaktdaten

Wie hast du von dem Projekt „beeMentor“ erfahren?

Vermittlung

Wer bist du?
Wie viel Zeit bringst du mit?
An welchen Orten kannst du aktiv sein?
Welche Sprachen sprichst du?
Wobei würdest du gerne eine geflüchtete Familie unterstützen?
Gibt es etwas, was du dir nicht vorstellen kannst oder was du aus bestimmten Gründen nicht machen kannst?
Hast du bereits ehrenamtliche Erfahrungen mit Geflüchteten? Wenn ja, welche?

Erwartungen

Freiwilliges Engagement soll für beide Seiten einen Gewinn darstellen! Daher ist es wichtig, dass auch du in dich gehst und reflektierst, was du dir von deinem Engagement erhoffst und was dich motiviert, aktiv zu werden.

Warum möchtest du dich als Mentor*in engagieren?
Welche Kenntnisse und Fähigkeiten möchtest du erwerben?
Was erwartest du? Was sind für dich Grenzen innerhalb eines ehrenamtlichen Engagements?

Datenschutz

Verhaltenskodex

Abschlusserklärung

Mir ist bewusst, dass die Übernahme einer Mentorenschaft voraussetzt, dass ich Zeit habe für

  • ein Vorbereitungsgespräch vor Beginn der Mentorenschaft mit der Projektkoordination
  • regelmäßige Treffen/Gespräche mit der Patenfamilie und
  • regelmäßige Reflexions- und Austauschgespräche mit der Projektkoordination.

دمثال په ډول، تاسو کولی شئ چې د چارواکو سره په لیدنو کې یا د ډاکترانو سره د ملاقات وخت اخیستلو، د آلماني ژبې په زده کولو اویا د کورنۍ دندې په ترسره کولو کې مرسته وکړئ.

زمونږ د پروژې مدیت کولی شي چې له تاسو سره د لارښونې پرمهال د پوښتنو په ځوابولو او مشکلاتو په حل کولو کې مرسته وکړي او په منظم ډول سیرونه، او کلتوري غونډې تنظیموي چې تاسو په کې وړیا ګډون کول شئ.

په دې سربېره مونږ خپلو لارښونکو ګډونکو ته د ټولنې په دننه کارونو، نظر تبادلې، دفیډبیک بحثونو او او نورو ټولنیزو سازمانونوسره په همکارۍ د نورې روزنې فرصتونه وړاندې کوو.

له یوې خوا، دا ددې ډاډ ورکوي چې د پروژې کیفیت څارل شوی او ساتل شوی دی، او له بلې خوا، دا د اغیزمنې او موثرې رضاکارۍ تضمین کوي.

مننه

زموږ لارښونکي (منټورز)

منټورشیپ ته ستاسو لاره!

هر شخص کولی شي زموږ د ټولنې په جوړولو کې ونډه واخلي.

دا هغه څه دي چې لارښوونکي یې وايي:

د لارښوونکو لپاره 5 پوښتنې

پوښتنې او ځوابونه

الأسئلة الشائعة

یو لارښود د هغو خلکو لپاره د تماس شخص دی چې په یو نوي چاپیریال کې ملاتړ، معلوماتو یا جهت پیدا کولو ته اړتیا لري. لارښودنه کول یا مینټورشیپ په مختلفو برخو کې شتون لري! دمثال په توګه، په مسلک یا د ښونځي په برخو کې. زموږ لپاره، تاسو د هغه شخص په توګه چې هغه د آلمان ټولنه پیژني او په آلماني ژبه خبرې کوي، دا دی چې خپل پوهه او مهارتونه مهاجرینو ته انتقال کړئ ترڅو ټولنې ته ددوي راتګ اسانه کړئ. تاسو داکار په داوطبانه توګه ترسره کوئ، یعنې تاسو ددې لپاره پیسې نه ترلاسه کوئ، مګر ددې پرځای د خپل بې کاره وخت یو څه برخه مرسته کوی ترڅو ټولنې ته یو ښه کار وکړئ.

د لارښود معادل دلته د لارښونې ترلاسه کونکی (مینټي) په نوم یادیږي. زمونږ په شرایطو کې، دا په دې معنی ده چې هغه کډوال چې مرستې ته اړتیا لري ستاسو مینټیز دي.

د لارښودنې مقصد دادی چې د لارښودنې ترلاسه کونکو(منټیز) سره مرسته وکړي ترڅو ددوي په نوي چاپېریال کې خپله لار په ښه توګه پیداکړي. په غوره توګه، دا په دې معنی دا چې تاسو ددوي سره مرسته کوئ چې دوی له ځان سره مرسته وکړي او دا چې ستاسو مینټیز وکولی شي په تدریجي ډول د دوی ننګونې پخپله حل کړي. دا په فعاله توګه د انحصاري اړیکو د مخه نیولو په اړه ده او خلک هڅوي چې په خپله طریقه پرمختګ وکړي.

مګر یوازې منټیز د لارښودنې څخه ګټه نه پورته کوي. تاسو هم دخپل نورمال حالت په اړه دنويو نظریاتو په پوهیدو سره دخپلو منټیز له لارې د خپل ځان په اړه ډیرڅه زده کوئ. دځان په اړه فکر تاسو سره مرسته کوي چې دځان او په نړۍ د خپل موقف سره معامله وکړئ. دا ډول بین الثقافتي او متنوع لیدنې د یوې همغږي او ازادې مدني ټولنې لپاره ارزښتمندې دي. ستاسو نوي ترلاسه شوي کلتوري وړتیا به تاسو ته ستاسو په مسلکي او شخصي ژوند کې ډیری بصیرت راوړي!

اصولاً، هرهغه څوک چې وخت او تمایل لري کولی شي لارښود شي.

که څه هم، دا چې د لارښودنې سره مسؤلیت هم شته، موږ دعمومي شرایطو لکه د آلماني ژبې مهارتونو، وخت او اعتبار سربیره ستاسو دهڅونې په موخه نورو اسانه مهارتونو او دلایلو ته هم پاملرنه کوو. د لارښود کیدو پریکړه باید سرسري توګه ونه کړل شي، بلکې باید په اختیاط او غور سره وشي.

یو مینټورشیپ باید څومیاشتې ترسره شي ترڅو په دې وتوانیږو چې یو دوامداره پرمختګ پیل کړو دیو قاعدې په توګه، تاسو باید به هفته کې دوه ساعته د لارښوونې لپاره پلان کړئ. هغه که تاسو هره اونۍ ملاقات کوۍ اویا هم که تاسو کولی شی دیجیتل له لارې ملاتړ چمتو کړئ، په دې اړه به د ځای پرځای کولو ناستې په جریان کې بحث وشي او وروسته په انعطاف سره تنظیم کیدی هم شي.

په هامبورګ کې، ډیری اتحادیې شتون لري چې مینټورشیپ برابروي. ډیري وختونه دا 1:1 ماډل مینټورشیپونه دي، په کوم کې چې یو لارښود او یو د لارښودترلاسه کونکی (مینټي) وي. موږ په عمده توګه د کورنۍ مینټورشیپونه تنظیم کوو. دا پدې مانا ده چې موږ یوې کډوالۍ کورنۍ سره 1-2 مینټوران ځای پرځای کو. کورنۍ متنوع دي، په دې معنی چې یوه کورنۍ کیدای شي یوازې یوه مور وي، نیوکلر(مور،پلار او بچیان) کورنۍ، پراخه کورنۍ، او داسې نور.

په ځانګړې توګه کډوالې کورنۍ له ګڼو ننګونو سره مخ دي. یو مینټور د دندو په ترسره کولو کې له دوي څخه ملاتړ کوي. دا مرسته په اتوماتيک ډول د کورنۍ په نورو غړو اغیزه کوي. موږ امید لرو چې لارښود به ډیره اغیز ولري او دا چې لارښود به وکولی شي په کورنۍ کې د متحرکاتو ښه ارزونه وکړي ترڅو وکوالی شي په ډیر هدفمند ډول مرسته وکړي.

د مینټي په کورنۍ کې د غړو شمیر دمعرفت په غونډه کې د لارښوونې له پیل څخه مخکې ټاکل کیږي.

دماشومانو خوندیتوب زمونږ لپاره ډیر مهم دی. کله چې تاسو د هغو کورنیو لیدو ته ورځۍ چې کم عمرلرونکو ماشومان لري، نو دا ډیره مهمه ده چې تاسو مخکې له مخکې دیو څو شیانو څخه خبر ووسئ.

په ځانګړې توګه د ماشومانو سره، باور، توازن، او خلاص او احساساتي ارتباط مهم دي. په یوچا پورې خندل، له حده زیات مسیجو لیږل، یا دوه مخي توب کول او همدارنګه د ننګونه، بې ثباتي، او عفلت هم کولی شي د ماشوم پرمختګ زیانمن کړي. دا لست شوي چلندونه په ورځني ژوند کې واقع کیږي، دا خورا مهمه ده چې فکر وکړو چې موږ څنګه چلند کوو او په شفاف ډول یې سم کړو.

د والدینو اخیار دماشوم د مور او پلار سره دی، په مینټور شیپ کې د ځواک عدم توازن سره سره. د والدینو پرته سفرونه باید ددوي لخوا دمخه په لیکلي توګه تصویب شي. هڅه مه کوئ چې ماشومان ته د خپلو افکارو له مخې لارښوونه وکړي، بلکې هغوي په خپلو پیاوړتیاو او علایقو کې تقویت او توانمند کړئ.

که تاسو د ماشوم په ناوړه چلند شک لرئ، څکله خپل شکونه له ځان سره مه ساتئ. حتی که دا یو غلط فهمي هم وي، خو د ماشوم خوندي اولویت لري. له دې امله، مهرباني وکړئ په چټکۍ سره زموږ سره اړیکه ونیسئ ترڅوموافقه وکړو چې څنګه پرمخ لاړ شو. د “Landesarbeitsgemeinschaft Kinder- und Jugendkultur e.V” ( د ماشوم او ځوانانو کلتور باندې دولتي کاري ګروپ) د چلند ترافیکي څراغ رامینځته کړی په کوم باندې چې د الارم کچې سره سم د چلند مختلف ډولونه ښودل شوي.

مخکې له دې چې منټورشیپ پیل شي، تاسو باید موږ ته د ښه چلند یو پراخه سند چمتو کړئ. د ابتدايي ناستې په ترڅ کې او زموږ د پروژې مدیریت سره د ارزونې په منظمو غونډو کې، به موږ تل د ماشومانو وضعیت په اړه بحث وکړو. دا ددې لپاره نه ترسره کیږي چې مونږ تاسو د عمومي شک لاندې نیسو، مګر د دې لپاره کوو چې زموږ په کار کې د ماشومانو غوره ګټې تضمین کړي.

هو، بالکل!

دا چې مونږ د کورنۍ مینټورشیپ تنظیم کوو، دا یو اصل دی چې یو لارښود د څو خلکو لپاره د اړیکو شخص دی. ډیری خلک خپل ځان په داسې رول کې پیدا کوي پرته له دې چې دوي په جوړیزه ډول مینټورشیپ واخلي. که څه هم، که تاسو فکر کوئ چې دا به ستاسو لپاره اسانه وي چېد یو داسې چا سره مینټورشیپ وکړئ چې تاسو یې پیژنۍ، موږ خوشحاله یو چې دا تنظیم کړو!

لومړی، تاسو اړتیا لرئ چې آنلاین پوښتنلیک ډک او وسپارئ. د پوښتنلیک کارولو لپاره وخت ونیسئ ترڅو له ځانه وپوښتئ چې د لارښود کیدو لپاره ستاسو انګیزه څه ده او په لارښود کې ستاسو محدودیتونه څه دي. دا لومړنی د ځان ارزونه د پاتې پروسې لپاره مهمه ده.

د فورمې ډکولو او سپارلو وروسته، دا معلومات به زموږ د پروژې مدیر ته واستول شي، هغه څوک چې به تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو د لومړنۍ ناسته تنظیم کړي. دا مرکه د ویډیو کال یا مخامخ ډول ترسره کیدی شي.

دمعرفت په غوڼده کې به تاسو د بي مینټور پروژې د مدیر(منجر) سره دیو ساعت لپاره لیدنه وکړئ. هغې به ستاسو سره پوښتنلیک ته ستاسو د ځوابونو په اړه خبرې وکړي او د لارښودنې داحتمالي فرصتونه او خطرونو په اړه به درسره بحث وکړي.

د دې ناستې موخه دا ده چې تاسو وپیژنئ او د یو شخص په توګه ستاسو لپاره احساس ترلاسه کړئ. د یوې ټولنې په توګه، موږ د دې مسولیت لرو چې څوک کولی شي چې منټیز سره وګوري. مونږ دا مسولیت جدي نیسو، له همدې امله مرکه دراتلونکي ځای پرځای کولو لپاره یو مهم بنسټ دی. په ورته وخت کې، موږ غواړو چې ستاسو د لارښودنې لپاره څومره چې ممکنه وي چمتو اوسئ او په لارښوونو کې د خپلو محدودیتونو او هیلو په اړه زمونږ سره یوځای فکر وکړئ، او له هر ډول خلاصو پوښتنو څخه ځان خلاص کړئ.

سمون(ما چنږ) تاسو ته د مناسبې کورنۍ موندلو پروسه ده. مونږ د یوې ټولنې په توګه په یوازې سر ستاسو لپاره د سمون مسؤل نه یو، مګر ډیری وختونه په مستقیم ډول په سایټ کې د کډوالو لپاره د استوګنې سره همکاري کوو. په هامبورګ کې د استوګنې ځای د Fördern & Wohnen لخوا تنظیم کیږي.

د پوښتنلیک له لارې او تاسو سره د پیژندګلوۍ مرکې له لارې، به موږ وکولی شو چې په دې وپوهیږو چې په مینټورشیپ کې تاسو لپاره څه مهم دي. د Fördern & Wohnen سره په همکارۍ، به موږ وګورو چې کومه کورنۍ ستاسو لپاره مناسبه ده. دلومړۍ لیدنې ترمخه به تاسو اړتیا ولرئ چې څینې ورقې ډکې کړئ. زموږ د پروژې د مدیریت ټیم به دکورنۍ سره ستاسو په لومړۍ ناسته کې ګډون وکړي او بیا به تاسو ته ووایی چې ایه تاسو کولی شئ او کنه چې یو مینټور جوړ شئ.

دلومړۍ ناستې دمخه تاسو د Fördern & Wohnen لخوا د رضاکارۍ اظهارنامه لاسلیک کوئ. په اظهارنامه کې به له تاسو څخه د شخصي معلوماتو غوښتنه وشي او تاسو به موافقه کوئ چې تاسو به درضاکارانه کار څخه حساس معلومات دریم ګړي ته نه ورکوئ. له هغې وروسته بیا تاسو د Fördern & Wohnen لخوا د د مسؤلیت او حادثې بیمه ترلاسه کوئ. برسېره پردې به تاسو د Fördern & Wohnen د رضاکارانو په راجستر کې شامل کړل شئ او له نورو روزنیزو فرصتونو څخه ګټه پورته کولی شئ یا کور ته د بیرته سفر کولو احتمالي لګښتونه به تادیه شي.

ددې لپاره چې خپل داوطلبانه کار پیل کړئ، تاسو باید Fördern & Wohnen ته دا ثابته کړئ چې تاسو د چي چک (سرخکان) په وړاندې واکسین شوي یئ. تاسو باید همدارنګه دعدم مسولیت ( پولیس سرټیفیکټ ) ته هم غوښتنه ورکړئ. Fördern & Wohnen به تاسو ته یوه فورمه درکړي چې تاسوته به د پیرودونکي مرکز کې در وسپارل شي. د ښه چلند سند وړیا دی مګر تاسو باید په یو نیږدې د پیرونکو مرکز کې دملاقات وخت ونیسئ. ملاقات به په عظمي ډول 5 دقیقې وخت ونیسي.

څرنګه چې موږ په یوازې سر د ځای پر ځای کولو مسؤلیت نلرو، مګر د Fördern & Wohnen ادارې سره همکاري کوو، د ځای پرځای کولو موده ممکن فرق ولري اود استوګنې پورې اړه لري. په عموم کې، ځای پرځای کول د 3 څخه تر 6 اونیو پورې وخت نیسي. موږ خپله ټوله هڅه کوو ترڅو تاسو ډیر انتظار ونه کړئ او تاسو له هرګام څخه خبر کړو!

لومړۍ ناسته معمولا د کورنۍ یا شخص په استوګنځي کې ترسره کیږي. زموږ د پروژې مدیر به په لومړۍ ناسته کې حاضر وي. په پیل کې به هغې یو ځل بیا تاسو ته د اتحاديې او رضاکارانه خدماتو په اړه خبر درکړي او په مختصر ډول به روښانه کړي چې تاسو څه کول غواړئ او څه نه غواړئ چې ترسره کړئ. . وروسته به تاسو زمونږ د پروژې مدیرې سره خبرې وکړئ او پريکړه به وکړئ چې ایاتاسوغواړئ چې کورنۍ نوره هم وپیژنئ.

له کورنۍ سره په هفته کې یوځل لیدنه وکړئ. دا کیدای شي چې یوه منظمه نیټه وي او یا تاسو کولی شئ مختلفې نیټې هم وټاکئ.

تاسو پریکړه وکړئ چې تاسو غوړائ کوم ځای کې ملاقات وکړئ. دا غوره ده چې مخکې له مخکې پریکړه وکړئ چې ایا تاسو غواړئ د کورنۍ کور ته لاړ شئ یا مثلاً که تاسو د کور څخه بهر کوم فعالیت ترسره کړئ. په ځانګړې توګه په پیل کې، تاسو باید وړاندیز وکړئ چې تاسو د غونډې په جریان کې څه کول غواړئ. هڅه وکړئ کورنۍ وهڅوئ چې وړاندیزونه وکړي یا له دوی څخه وپوښتئ چې دوی په څه کې لیوالتیا لري. تل ډاډ ترلاسه کړئ چې فعالیتونه وړیا دي.

که تاسو د خپل لارښودنې فعالیتو په وخت کې ترفشار لاندې یاست، دخپل وړیا وخت لپاره لارښوونو ته اړتیا لرئ یا غواړئ خپلې ښې شېبې شریکې کړئ، تاسو کولی شئ په ډاډه توګه زموږ د پروژې مدیر سره هر وخت اړیکه ونیسئ.

یو منټورشیپ معمولا د شپږو میاشتو لپاره ترتیب کيږي. که څه هم چې، د دوو یا دریو میاشتو ملاتړ هم کټور دی، دا موده هم ترتیب کیدی شي. که تاسو غواړئ چې اوږدې مودې لپاره لارښود ووسئ، یعقینا چې تاسو دا کولی شئ. تاسو به په منظمه توګه زموږ د پروژې مدیر سره د منټور شیپ په اړه په اړیکه یاست او په هغه صورت کې چې تاسو نور ظرفیت نلرئ، هم کولی شئ له هغې سره تماس ونیسئ.

د ژوند شرایط بدلیدلی شي او ددې سره د لارښود پاتې کیدو امکان ساتل هم تعیر وکړي. په ې حالت کې، دا مهمه ده چې د لارښوونې فعالیت پای د ملاتړ سره وي او ټول داخیل کسان تیر وخت ته د مثبت احساس په توګه وګوري.

د لارښودنې په جریان کې، تاسو له خپلو منتیز و سره شخصي اړیکه جوړوئ. لکه څنګه چې په هر ډول خپلمنځي اړیکو کې، د ښې امادګۍ سره سره، غلط فهمي یا نورې شخړې را منځته کیدی شي. په دې حالت کې بیا دا مهمه ده چې دا مسلې په صداقت سره وڅیړل شي او دیو رغنده حل په لټه کې شئ، . دا دقیقا په داسې شرایطوکې دي چې تاسو وده کوئ! که تاسو له ستونزو سره مخ یئ، زموږ د پروژې له مدیر سره خبرې وکړئ. که تاسو د حل لاره نه شئ پیدا کولی، موږ د کورنۍ سره د خبرو اترو یا د یو بهرني څارونکي د تنظیم کولو وړاندیز هم کوو.

که شخړې نشي حل دی، هیڅوک به تاسو مجبور نه کړي چې لارښودنې ته دوام ورکړي. وروستی ګام دا دی چې منټورشیپ لغوکړل شي که چیرې پخواني بحثونو کوم بدلون رامینځته نه کړي. په دې حالت کې ، دا مهمه ده چې تاسو زموږ د پروژې مدیر سره په دې اړه خبرې وکړئ.

موږ په منظم ډول د پروژې دننه مختلف د تبادلې فرصتونه تنظیم کوو او زموږ د نوروز، دوبي، او سینټ نیکولاس جشنونو په نوم پیژندل کیږي.

ددې جشنونو سربیره، موږ د Landungsbrücken Hamburg او Mentor.Ring سره همکاري کوو، چې تاسو کولی شئ په ډیری روزنیز کورسونو کې برخه واخلئ. Fördern & Wohnen هم نور روزنیز ټرننګونه وړاندې کوي.

د پروژې مدیر سره اړیکه ونیسئ او موږ به وګورو چې څنګه موږ کولی شو ستاسو نظرونه د خپلو سرچینو سره پلي کړو!

ستاسو داوطلب کار اکثرا د بورسونو لپار په غوښتنلیکونو یا د کار لټون باندې مثبت اغیزه لري.

موږ خوښ یو چې ستاسو په لاره کې ستاسو ملاتړ وکړو او ستاسو سره ستاسو د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړو. مهرباني وکړئ د پروژې مدیر سره اړیکه ونیسئ که تاسو د رضاکاره کار ثبوت یا زموږ لخوا بیان (سټیټمنېټ) ته اړتیا لرئ.

ستاسو لپاره

ډاونلوډونه

د پروژې مدیر

سينا البسيوني

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ مسیج یا تلیفون وکړئ!

ټولنیز عدالت ته وده ورکول

زموږ د ژمنتیا لاملونه خورا متفاوت دي. زموږ تمرکز د ټولو خلکو لپاره مساوي فرصتونو او مساوي فرصتونو باندې دی. موږ د تبعیض په وړاندې او د انساني کرامت د سرغړونې لپاره ولاړ یو.

Unsere Vision ist eine chancengleiche und chancengerechte Welt

bee4change wurde im Frühjahr 2015 von einer Gruppe von Student*innen in Hamburg gegründet, um neben Studium, Arbeit und Freizeit eigens konzipierte Projekte zu initiieren und damit einen persönlichen Beitrag zur Weiterentwicklung der Gesellschaft zu leisten.