د BEE4CHANGE په اړه په خلاصه توګه
زموږ هدف د مساوي فرصتونو او مساوي چانسونو نړۍ ده
موږ د 2015 په پسرلي کې په دې هدف سره تاسیس شو چې ټولینزه ښکیلتیا زمونږ د غړو د ژوند یوه مهمه برخه وګرځو. مونږ په دې باور لرو چې ټولنې د نړۍ په هره برخه کې د مساوي فرصتونو او عدالت له پلوه د هرډول توکم خلکو لپاره د بهتر والي خورا لوی ظرفیت لري.
له همدې امله زموږ موخه دا ده چې په ټولنه کې د محرومو ډلو څخه په ځانګړې توګه د ځانګړو ډیزاین شویو پروژو له لارې مالتړ وکړو او دوي ته د ټولنیز ګډون وړتیا وړ کړو.
زموږ موخې
- د مهاجرینو څخه ملاتړ، په ځانګړې توګه د کورنیو او ماشومانو، د دوی په ورځني ژوند کې او هامبورګ ته رسیدلو په وخت کې.
- په هامبورګ او شمالي جرمني کې د افغان مهاجرینو دشبکې رامینځته کول او پیاوړي کول.
- په آلمان کې د مهاجرو د بشري حقونو د مدافعینو ملاتړ.
- د رضاکارانه کارکولو ته وده او پیاوړتیا ورکول، په ځانګړې توګه په مهاجرو ټولنو کې.